CRI Online

له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيې د جلا کېدو په اړه د خبرو اترو دوهم پړاو پيل شو

cri     (GMT+08:00) 2017-07-18 15:07:24

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جولای په ۱۷مه نيټه له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيې د جلا کېدو په اړه د خبرو اترو دوهم پړاو پيل شو. په دې اړه د اروپايي ټولنې د خبرو اترو لومړي استازي ميشل بارنير په همدې ورځ وويل، په دې بړاو خبرو اترو کې به د اتباعو حقوقو، د مالي مسايلو حل او د شمالي ايرلند د پولې په شمول د ځينو کليدي موضوعاتو په هکله بحثونه وشي. د ځايي خبري رسنيو په اند، څرنګه چې د دغو موضوعاتو په اړه د اروپايي ټولنې او بريتاليې ترمنځ د نظر توپيرونه زيات دي، نو خبرې اترې به له ډېرو ستونزو سره مخ وي.

يادې خبرې اترې د جولای په ۱۷مه نيټه په بروکسيل کې د اروپايي ټولنې د کمېسيون په مقر کې پيل شوې او تر څلورو ورځو پورې به دوام ولري. د اروپايي ټولنې لومړي استازي ميشل بارنير او د بريتانيې استازي داويد داويس تر خبرو اترو مخکې په ګډه مطبوعاتي ناسته کې په دې اړه خبريالانو ته مالومات ورکړل. بارنير د دغو خبرو اترو په اړه هيله مندي وښودله او و يې ويل

((په دې پړاو خبرو اترو کې به د کليدي موضوعاتو په هکله ژورې څېړنې او خبرې وکړو. موږ به د اتباعو حقوقو او د مالي مسايلو د حل په شمول د ځينو مسئلو په هکله بحثونه وکړو. همغږی کوونکي به د ايرلند مسئلې په هکله سياسي ديالوګ وکړي. ټول کارونه به د ليسبون تړون د پنځوسمې مادې له مخې تر سره شي.))

له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيې د جلا کېدو په اړه خبرې اترې د تېر جون په نولسمه نيټه په بروکسيل کې پيل شوې، دواړو خواوو پر دې موافقه کړې ده چې خبرې اترې به په دوو مرحلو کې ترسره شي. په لومړۍ مرحله کې به دواړه خواوې د ابتاعو حقوقو، د مالي مسايلو حل او د شمالي ايرلند د پولې په هکله موافقې ته ورسيږي، تر دې وروسته به دواړه خواوې په راتلونکې کې د خپلمنځي اړيکو په اړه خبرې اترې وکړي. دواړو خواوو پر دې هم دا موافقه کړې چې په هره مياشت کې به د يوې اوونۍ لپاره خبرې اترې وکړي، په نورو وختونو کې به وړانديز وکړي او د نظريو تبادلې به وکړي.

د بريتانيې د خبرو اترو استازي داويس وويل، په تېره مياشت کې پيل شوې خبرې اترې يو ښه پيل و، اوس به موږ د ريښتينو خبرو اترو مرحلې ته ورسيږو. ده وويل

((زموږ لپاره تر ټولو مهم کار په خبرو اترو کې پرمختګ تر لاسه کول دي. موږ به خپلمنځي توپيرونه تصديق کړو او د دغو توپيرونو د لرې او حل کولو لپاره به کوښښونه وکړو. په عين وخت کې به ګډ ټکي تاييد کړو او پر دغو ټکو به ټينګار وکړو. اوس د کار د پيل وخت دا رسېدلی دی.))

که څه هم د اروپايي ټولنې او بريتانيې په اند، خبرې اترې به ريښتينې مرحلې ته ورسېږي، خو د ټولو کليدي موضوعاتو په اړه دواړه خواوې د نظر لا زيات توپيرونه لري. د ابتاعو حقوقو په برخه کې، اروپايي ټولنه هيله لري چې په بريتانيه کې د اروپايي ټولنې د هېوادونو د دری مليونو دوه لکو ابتاع بايد د پخوا په شان حقونه ولري. خو د بريتانيا په لايحه کې ايا دغه ابتاع په بريتانيا کې د دايمي استوګنې هويت د لرلو د تصديق او د دوی د کورنيو د راغونډېدو په برخو کې محدوديتونه ټاکل شوي. سره له دې چې اروپايي ټولنې څو ځلې د بريتانيې د دې لايحې په هکله ناخوښي څرګنده کړې، خو د بريتانيې د بهرنيو چارو وزير بوريس جونسون وويل، دغه لايحه عادلانه ده. ده وويل

(( د اتباعو حقوقو په اړه د بريتانيې دغه لايحه عادلانه او جدي ده چې په بريتانيا کې د اروپايي ټولنې د دری مليونو دوه لکو اوسېدونکو ابتاعو لپاره يوه مناسبه لايحه ده، څرنګه چې د دې لايحې په اثر به د دوی د راتلونکي ژوند خونديتوب وساتل شي.))

له دې نه پرته، له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د جلا کېدو لپاره د مالي مسايلو حل هم يوه ستونزه ده. مشخصه شمېره مالومه نه ده، خو د اروپايي ټولنې د کميسيون مشر جين کلودی جونکر مخکی ويلي چې دغه شمېره به کابو شپېته مليارډه يورو وي. د بريتانيې د بهرنيو چارو وزير جونسون هم ويلي چې دغه شمېر د منلو وړ نه دی. نو د خبري رسنيو په اند، دا ډېره ستونزمنه ده چې دواړه خواوې به په دغه پړاو خبرو اترو کې پرمختګ تر لاسه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای