د چين د پرمتخګ او اصلاحاتو ملي کميټې مطبوعاتي وياند د جولای په ۱۸مه نېټه وويل، چې مصرف د چين د اقتصادي پرمختګ عمده خوځنده ځواک ګرځيدلی دی.
د تېرو څو کلونو راهيسې د کورنيو اړتياوو د زياتوالي په موخه د تګلارو د پلې کېدو له امله د اوسيدونکو مصارف د زياتېدو په حال کې دی. په تېرو دريو کلونو کې د چين په اقتصادي پرمختګ کې د مصارفو خدمتي انډول په جلا جلا توګه ۴۸.۸٪، ۵۹.۷٪ او ۶۴.۶٪ و چې د پانګونې د خدمتي انډول په پرتله لوړ و. د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د اقتصادي پرمختګ لپاره د مصارفو خدمتي انډول ۶۳.۴٪ ته ورسيد چې د پانګونې د خدمتي انډول په نسبت ۳۰.۷٪ زيات شوی دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |