د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مصر ولسمشر عبدل فتح السيسي د جولای په اتلسمه نېټه په قاهره کې د مصر حکومت او چيني شرکتونو تر منځ د همکارۍ د هڅونې لپاره يوه غونډه تر سره کړه چې پکې د مصر چارواکو او د چيني شرکتونو استازو په قاهره کې د ګړندي اورګاډي د پټليو د جوړونې په پروژې موافقه وکړه.
په مصر کې د چين د لوی سفارت اقتصادي او تجارتي څانګې د سينهوا اژانس خبريال ته وويل، دغه پروژه به د چين د هوايي چارو د نړيوال شرکت او د چين د پټليو د جوړولو شرکت لخوا جوړه شي، لا زياتې خبرې اترې به د دې پروژې د اخري تړون د لاسليکېدو په موخه تر سره شي. د مصر د ولسمشرۍ ماڼۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د مصر د ترانسپورت وزير به هم د دې پروژې په اړوندو خبرو اترو کې ګډون وکړي. دغه پروژه په مصر کې د پټليو شبکې د بشپړولو په اړه د ياد وزارت د پلان يوه برخه ده. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |