د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کنګ د جولای په ۱۸مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چين له هند څخه په کلکه غوښتنه کوي چې هند بايد له ټاکل شويو پولو د خپلو پوځونو وراوښتل د يوې سياسي وسيلې په توګه و نه کاروي.
نوموړي وويل، د چين خاورې ته د هندي سرحدي پوځونو د ناقانونه ننوتنې پېښې د نړيوالې ټولنې پاملرنې راجلب کړې، په چين کې د ځينو هېوادونو ډيپلوماتان د دې پېښې په اړه حيران شوي او له ډيپلوماتيکې لارې له چين څخه د دې پېښې پوښتنه کړې ده. د چين د بهرنيو چارو وزارت په چين کې د دغو هېوادونو له ډيپلوماتيکو څانګو سره د ګډې علاقې وړ مسئلو په اړه د تماس په حال کې دی.
هغه وويل، د دې پېښې واقعيت څرګند دی چې د چين او هند ترمنځ د سرحداتو سيکم برخه د دواړو خواوو له خوا منل شوې کرښه ده، هندي پوځ په ناقانونه توګه د تاييد شوې سرحدي کرښې څخه په تيري سره د چين خاورې ته ننوتلی.
لو کنګ وويل، چې هند بايد ژر خپل پوځ بېرته خپلې خوا ته وباسي او په غلطه لار دې ګامونه پورته کول ختم کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |