CRI Online

افغان پوځ ۱۶ تنه طالبان ووژل

cri     (GMT+08:00) 2017-07-19 09:35:45

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان خبري رسنيو خبر ورکړ چې طالبانو د جولای د اتلسمې نيټې سهار په دريو بجو د بغلان ولايت په مرکزي سيمه کې ناڅاپه بريد وکړ، امنيتي پوځ ورسره جګړه وکړه او په پايله کې ۱۶ تنه طالبان وژل شوي او ۲۷ تنه نور ټپيان شوي دي. د امنيتي پوځ څلور تنه ووژل شول او ۵ تنه نور ټپيان شول.

د څېړونکو په اند، افغان پوځ تل په کندز ولايت کې طالبان ځپلي او لا يې ځپي، په کندز کې د پوځ فشار د کمولو لپاره طالبانو په همدې ورځ په بغلان ولايت کې نوی بريد طرحه کړی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای