CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2017-07-19 11:07:38
شاپور خپل تاریخي کمیس د شاهد اپریدي بنسټ ته ډالۍ کړ

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې چټک توپغورځوونکي شاپور ځدراڼ د کریکټ لوبو کمیس د کریکټ د نامتو پښتون ستوري شاهد اپريدي خیریه بنسټ ته ډالۍ کړی او هغه یې هر کلی کړی دی.

شاپور ځدران ډالۍ کړی کمیس د انګلستان په لارډز لوبغالي کې د افغانستان او ایم‌سي‌سي لوبډلو تر منځ لوبه کې پر تن کړی و.

شاهد اپريدي د شاپور ځډران له ډالۍ مننه کړې او د شاهد اپريدي په نامه جوړ شوي دغه بنسټ ته یې یاده ډالۍ له ارزښته ډکه بللې ده.

شاپور ځدراڼ په یاده لوبه کې د مصباح الحق په ګډون د سیالې لوبډلې ۳ توپوهونکي وسوځول.

شاهد اپريدي د شاپور ځډران له ډالۍ مننه کړې او هغه ارزښتمنه ډکه بللې ده.

د افغانستان د کریکټ د ملي او ایم‌سي‌سي لوبډلو ترمنځ لوبه د روانې میاشتې په ۱۱مه په لارډز لوبغالي کې تر سره شوه.

لارډز لوبغالی چې د کریکټ د کور په نامه یادېږي افغان لوبډلې پکې خپله لومړنۍ تاریخي لوبه تر سره کړه.

د افغانستان د کریکټ د ملي او ایم‌سي‌سي لوبډلو ترمنځ لوبه د باران د اورښت له امله مساوي اعلان شوه.

د شاهد اپريدي خیریه بنسټ د ۲۰۱۴ کال په مارچ کې جوړ شو چې په ټولنه کې د بې وزلو او اړمنو د ژوند کچې لوړولو په برخه کې کار کوي.

د دغه بنسټ لومړنی کار د کوهاټ په تنګي بانډه کې د یوه خیریه روغتون جوړول و.

دغه بنسټ په خیبر پښتونخوا کې د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو په برخه کې هم کار کوي.

افغان الف لوبډله به د درې جانبه سیالیو په لړۍ کې د ګډون لپاره سویلي افریقا ته سفر ولري

د افغانستان د کرکټ الف لوبډله به په سویلي افریقا کې د هند، سویلي افریقا او افغان الف لوبډلو ترمنځ د درې جانبه سیالیو په لړۍ کې چې ټاکل شوې د جولای په ۲۶مه نېټه ترسره شي، ګډون وکړي.

ددغو یو ورځینیو سیالیو د لړۍ په پای کې به د هند او سویلي افریقا د الف لوبډلو ترمنځ د څلور ورځینیو سیالیو لړۍ ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د دغو سیالیو لړۍ د افغان الف لوبډلې د مهارتونو د لوړولو په برخه کې یو اغیزمن ګام او ګټور فرصت بولي.

هېره دې نه وي چې افغان الف لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د جولای په ۲۶ نیټه د هند، دوهمه لوبه د جولای په ۳۰مه نېټه د سویلي افریقا، دریمه لوبه د اګست په لومړۍ نیټه د هند او وروستۍ د اګست په ۵مه نېټه د سویلي افریقا د الف لوبډلو پر وړاندې ترسره کړي.

د کرېکټ افغان نولس کلنو لوبغاړو له مالیزیا لوبه وګټله

افغان لوبغاړي راتلونکې لوبه له سینګاپور سره لري.

د افغان کرېکټ نولس کلنې لوبډلې د دوشنبې په ورځ په سینګاپور کې د ماليزيا سیالې لوبډلې ته په اتو ويکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او ماليزيا ته يي د توپوهنې بلنه ورکړه:

"ماليزيا د نږدې ۲۲ اوورونو په لوبولو او د ټولو لوبغاړو په سوځيدو ۵۳ منډې جوړې کړې".

افغان کرېکټ بورډ په خپله فیسبوک پاڼه کې د اعلامیې خپرولو سره وايي، په دې سیالۍ کې د افغان نولس کلنو له لوري يوسف ځاځي څلور لوبغاړي وسوځول او هيټريک يي هم وکړ‎ "مجيب ځدراڼ درې، ظاهر پکتين دوه او شمس يو لوبغاړی وسوځاوو".

افغان لوبډلې په ۵،۳ اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځيدو سره د مالیزیا لوبډلې ټاکلی هدف پوره او لوبه یې وګټله.

په افغان لوبغاړو کې دروېش رسولي په ۳۲ منډو سره ډېرې منډې جوړې کړې او وړر پسې نويد عبيد ۱۸منډې وکړې او مقابلې لوبډلې ته يې په اتو ويکټو ماتې ورکړه.

د لوبې غوره لوبغاړی يوسف ځاځی وټاکل شو، چې ۴ لوبغاړي يې سوځولي او هيټريک يې کړی و.

افغان لوبډله د نن ورځې بری د راتلونکو سیالیو لپاره ډېر مهم بولي.

د افغانستان راتلونکې لوبه له سینګاپور سره ده.

دا یو ورځنۍ سیالۍ په سینګاپور کې روانې دي، پر کوربه سربېره د افغانستان، مالیزیا او نېپال لوبډلې پکې ګډون لري او د جام ګټونکې لوبډله به

پر ۲۰۱۸ کال له اسیا لویې وچې د نولس کلنو لوبډلو د کرېکټ جام کې لوبېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای