د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،امريکا اعلان وکړ چې پر هغو چيني تصديو او کسانو چې د ايران له تصديو او کسانو سره اړيکې لري،بنديز لګولی دی.د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د جولای په ۱۹مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې چين د اړوند هېواد له هغه عمل سره مخالفت کوي چې له خپل قانون سره سم بل هېواد اداره کوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د جولای په ۱۸مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې ايران په پر له پسې توګه هراړخيز موافقه ليک پلی کړی،له هراړخيز موافقه ليک سره سم به پر ايران د امريکا بنديز وځنډول شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |