د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د ايران ولسمشر حسن روحاني د جولای په ۱۹مه نېټه په يوه حکومتي غونډه کې وويل، که امريکا په کومه پلمه پر ايران بنديزونه ولګوي،نو ايران به معقول ځواب ورکړي.د ايران پارلمان به د امريکا پارلمان له تدبيرونو سره سم اړونده لايحه تصويب کړي.
روحاني وويل چې ايران د ذروي مسئلې په اړه هراړخيز موافقه ليک پلی کړی،خو امريکا د خپلو کړنو په ترڅ کې دوه معيارونه نيسي او خپلې دندې نه پلی کوي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |