CRI Online

د سوريې پوځ د اراقاح ولايت په جنوب کې زياتې ځمکې ونيولې

cri     (GMT+08:00) 2017-07-20 09:04:54

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې پوځ د جولای په نولسمه نېټه د اراقاح ولايت په جنوب کې د داعش پر ضد پوځي عملياتو کې زياتې ځمکې ونيولې.

د سوريې پوځ په همدې ورځ د اراقاح په جنوب کې د داعش يو څو وسله وال ووژل، يو تانګ او څلور موټرونه يې ويجاړ کړل، يو کلی، يوه نفت لرونکې سيمه او پنځلس د نفتو څاه وې يې بېرته ونيولې. پوځ به د اراقاح ولايت په جنوب کې پوځي عملياتو ته دوام ورکړي.

د بل خبر له مخې، د کردي وسله والو په مشرۍ د سوريې ديموکراتيک پوځ په پر له پسې ډول د اراقاح ولايت په مرکزي ښار کې د داعش پر وسله والو پوځي عمليات تر سره کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای