CRI Online

د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان استازي: د روسيې، اوکراين، المان او فرانسي مشران به ټليفونې خبرې اترې تر سره کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-07-20 15:38:07

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان ځانګړي استازي مارتين ساجديک د جولای په ۱۹مه نېټه د بلاروس په پلازمينه مينسک کې وويل د روسيې، اوکراين، فرانسي او المان مشران په د روانې مياشتې په ۲۴مه نېټه به ټليفونې خبرې اترې تر سره کړي چې د اوکراين په ختيځ کې د سيمه ايز امنيت د مسئلې حل و فصل په موخه دي.

په همدې ورځ د اوکراين مسئلې په هکله د دريو خواوو د تماس ډلې چې اوکراين، د اروپا د امنيت او همکاري سازمان او روسيې په مينسک کې نوبتي خبرې اترې تر سره کړې. مارتين صديق له خبرو اترو وروسته يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين، د اوکراين ولسمشر پوروشنکو، د المان صدراعظمې انګيلا ميرکيل او د فرانسي ولسمشر يمانويل ماکرون به ټليفونې خبرې اترې تر سره کړي او هيله ده چې د اوکراين په ختيځ کې د اميت مسئله به حل شي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای