CRI Online

د امريکا خبري رسنيو: د ډونلډ ټرمپ مشر زوي او زوم به د وکيل پيښې له امله په کانګرس کې شاهدي ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-07-20 16:14:01

د امريکا خبري رسنيو د جولای په ۱۹مه نېټه خبر ورکړ چې د امريکا د ولمسشر ډونلډ ټرمپ مشر زوي ډونلډ ټرمپ جر او زوم جاريد کوشنير او د ولسمشرۍ ټولټاکنو منشور پاول مانافورت به په راتلونکې اونۍ کې د وکيل پيښې په هکله په جلا جلا توګه په کانګرس کې د ګواهي اورېدلو په غونډه کې برخمن وي او شاهدي به ورکړي.

د سنامجلس د عدلي کميټې د جولای په ۱۹مه نېټه اعلان وکړ چې د ډونلډ ټرمپ مشر زوي او زوم به د جولای په ۲۶مه نېټه د ګواهي اوريدلو په غونډه کې ګډون وکړي او د هغې مسئلې په هکله شاهدي ورکړي چې بهرنيو وکيلانو د امريکا په ټولټاکنو کې د لاس وهنې نيت درلود.

د تېر کال په جون مياشت کې د ډونلډ ټرمپ مشر زوي او زوم د روسيې له يو وکيل او ځينو بروکرانو سره پټې کتنې وکړې. ټرمپ جر په خپله د مالوماتو په ورکولو سره دا ښيي چې هغه هېله درلوده چې د روسيې له وکيل څخه د ولسمشر د نوماندې هيلاري کلينټن منفي مالومات راغونډ کړي تر څو په ټاکنو کې هغې ته ماتي ورکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای