CRI Online

د چين او تونس خارجه وزيرانو په بېجينګ کې خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-07-20 16:14:50

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين خارجه وزير وانګ يي د جولای په نولسمه نيټه له خپل تونسي سيال خيمايس جهيناوی سره خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو د چين او تونس ترمنځ د اړيکو او د ليبيا وضعيت په هکله د نظريو تبادلې وکړې. جهيناوی وويل، تونس چين ستايي چې له اوږدې مودې راهيسې د ليبيا مسئلې په اړه يې پر عادلانه دريځ ټينګار کړی او کوي يې.

وانګ يي تر خبرو اترو وروسته خبريالانو ته وويل، دواړه وزيران ګډ نظر لري چې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر لارښوونې او پاملرنې لاندې د چين او تونس ترمنځ اړيکې د ګړندي او ښه پرمختګ په حال کې دي. دواړو خواوو د سياسي تګ راتګ، د اقتصاد او سوداګرۍ د همکارۍ او د هنر او کلتور د تبادلې په برخو کې فعال برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. دواړه خواوې غواړي د بهرنيو چارو د وزارتونو ترمنځ تبادلې او همغږي پياوړی کړي چې د خپلمنځيي اړيکو لا ټينګښت وهڅوي. هغه د چين او تونس ترمنځ په دوه اړخيزې تبادلې کې نوی ګټور تدبيرونه بيان کړل. ده وويل

((د روان کال په فبرورۍ مياشت کې تونس د دې تګلارې اعلان وکړ چې چينی اتباع بې له ويزې تونس ته سفر کولای شي. دا د چينی سيلانيانو لپاره يو ګټور خبر دی. د راتلونکې اګيست په لومړۍ نيټه به چين دغه تګلاره پلي کړي چې چين ته د سفر لپاره د تونسي اتباعو د ويزې لګښت لغوه کړي. دواړه خواوې به په ګډه په دوامداره توګه کوښښونه ترسره کړي چې د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې فرصت په کارولو سره په بېلا بېلو برخو کې د دواړو خواوو ترمنځ همکارۍ پياوړې شي او ګډ پرمختګ عملي شي.))

دواړو وزيرانو په ګډه د چين او تونس د خارجه وزارتونو ترمنځ د خبرو اترو ميکانيزم د جوړېدو تړون لاسليک کړ. جهيناوی وويل، دغه تړون د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ نوې مرحله پيل کړي. ده وويل

((دغه تړون به په نويو ساحو کې د دواړو هېوادونو تبادلې او همغږي پيل کړي. دا يو واقعيت دی چې اوس تونس له چين سره په ډېرو نړيوالو ډګرونو کې سلامشورې ساتي. له وزير وانګ يي سره د چين او تونس ترمنځ د ګډې کمېټې د کارونو په هکله بحثونه وکړل. هيله لرو چې د ۲۰۱۸ کال په سر کې د نوې دورې کمېټه جوړه کړو چې په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، دا د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو لپاره ګټوره ده. ))

په ۲۰۱۱ کال کې د ليبيا جګړې له پای ته رسېدو وروسته، د ليبيا وضعيت تل د ناارامتيا په حال کې دی چې نه يوازې د تونس په شمول ګاونډيو هېوادونو ته يې سخت زيانونه رسولي، بلکې د ټولې سيمې خونديتوب او ثبات ته يې ګواښونه رسولي او رسوي يې. نو د ليبيا سوله او ثبات عملي کېدل د دواړو وزيرانو د خبرو اترو يوه کليدي موضوع ده. وانګ يي پر دې ټينګار وکړ، د ليبيا مسئلې په اړه چين او تونس ګډ نظر لري چې بايد د سياسي خبرو اترو له لارې د ليبيا مسئله پوره حل شي. هغه د چين څلور اصول بيا بيان کړل

((لومړی، بايد د ليبيا د حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا درناوی او ساتنه وشي. دوهم، بايد په سياسي توګه د ليبيا مسئلې د حل پر لوري ټينګار وشي، د ليبيا راتلونکی دې د ليبيايانو لخوا وټاکل شي. درېيم، بايد د ترهګرۍ ضد ګډه نظريه پياوړې شي او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې دې سيمه ييزه او نړيواله همکاري لا پياوړې شي. څلورم، بايد د م م د لارښوونې پر بنسټ د تونس په شمول د ليبيا د ګاونډيو اوازونه واورېدل شي چې د ليبيا مسئلې د حل لپاره يوه دايمي لاره ولټول شي.))

وانګ يي وويل، پرمختګ د لوېديځې اسيا او شمالي افريقا د هېوادونو لومړی کار دی، سوله او ثبات د پرمختګ بنسټ دی، چين تل د م م په مشرۍ د نړيوالې ټولنې له همغږي او کوښښونو څخه ملاتړ او پکې ګډون کړی او کوي يې. چين غواړي د ليبيا مسئلې د سياسي حل بهير د پرمخبيولو لپاره له اړوندو خواوو سره په ګډه کوښښونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای