CRI Online

د ايران د بهرنيو چارو وزير : د ايران د ذروي مسئلې تړون په اړه د بيا خبرو اترو شونتيا نشته

cri     (GMT+08:00) 2017-07-21 09:30:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د جولای په نولسمه نېټه وويل، د ايران د ذروي مسئلې تړون په اړه د بيا خبرو اترو شونتيا نشته.

هغه په همدې ورځ د امريکا د خبري رسنيو سره په يوه مرکه کې دغه خبرې وکړې. ظريف په ديارلسمه نېټه نيويارک ته ورسېد. خبريال له ده څخه پوښتنه وکړه چې په دې سفر کې به د امريکا د بهرنيو چارو له وزير ريکس تيليرسون سره ليدنه وکړئ که نه ؟ هغه وويل، ما د دې ليدنې غوښتنه نه ده وړاندې کړې او فکر کوم چې زه به د دې ليدنې غوښتنه وړاندې نه کړم. زه د امريکا د بهرنيو چارو له وزير سره له ليدنې سره مخالفت نه کوم، خو مخکني شرايط دا دي چې امريکا دې د هر اړخيز تړون د پلي کولو مادق وښيي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای