CRI Online

کويت د ايران څو ديپلوماتان وشړل

cri     (GMT+08:00) 2017-07-21 09:45:32

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کويت اژانس د جولای په شلمه نېټه خبر ورکړ چې د کويت د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره په کويت کې د ايران له لوی سفارت څخه غوښتنه وکړه چې خپل کولتوري دفتر او د دې دفتر څو څانګې بندې کړي او د ايران څو ديپلوماتان يې وشړل.

په دې اعلاميه کې ويل شوي چې د ايران اړوند ديپلوماتان د ترهګريزو عملياتو ملاتړ کوي.

تر اوسه پورې ايران په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای