د سينهوا اژانس د خبر له مخې، له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د جلا کېدو په هکله دوهمه دوره خبرې اترې د جولای په شلمه نيټه په بروکسيل کې پای ته ورسېدلې. دواړه خواوې له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د جلا کېدو د لګښت او د بهرنيو اتباعو د حقونو د څارنې په شمول د ځينو کليدي موضوعاتو په هکله موافقې ته نه دي رسېدلي.
له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د جلا کېدو د لګښت په هکله، د بريتانيا استازي داويد داويس وويل، دواړو خواوو د دې موضوع مهموالی پېژندلی دی. د اروپايي ټولنې استازي ميشل بارنی وويل، اروپايي ټولنه هيله لري چې له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د جلا کېدو بهير په عادي توګه ترسره شي، نو دواړه خواوې بايد د لګښت په اړه موافقې ته ورسيږي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |