د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، امنيت شورا د جولای په شلمه نيټه پر داعش او القاعدې د بنديزونو پرېکړه ليک تصويب کړ چې د ترهګريزو سازمانونو او ترهګريزو کړو وړو مخه ونيسي.
امنيت شورا په همدې ورځ په ۱۵ موافقو رايو ۲۳۶۸م پرېکړه ليک تصويب کړ چې د داعش او القاعدې سره لا زيات تړاو لرونکي شخصيتونه، ډلې او تصدۍ د بنديز په ليست کې شامل کړې، د بنديز تدبيرونه لکه د پانګو کنګل، د سيلانۍ مخنيوی، د وسلو د حمل و نقل بندول او داسې نور. په ياد پرېکړه ليک کې له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه شوې چې بايد يووالی وساتي او د ترهګرۍ ضد مبارزه دې پياوړې کړي.
په م م کې د چين دايمي استازي ليو جيې يي وويل، چين په دې خوښ دی چې امنيت شورا دغه پرېکړه ليک تصويب کړ او د ترهګرۍ ضد د مبارزې په اړه به په نړيوالو عملياتو کې ګډون وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |