CRI Online

ګوتريس له فلسطين او اسرائيلو څخه د زغم ساتلو غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-07-22 16:18:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د جولای په ۲۱مه نېټه د خپل وياند له لارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د بيت المقدس په لرغوني ښار کې مسلسلو خونړيو شخړو ته په پاملرنه سره له فلسطين او اسرائيلو څخه يې غوښتنه وکړه چې زغم وساتي او د شخړو له سختوالي څخه دې ډډه وکړي.

نوموړي د دې پېښې غندنه وکړه چې د اسرائيلو پوليسو د جولای په ۲۱مه نېټه په ختيخ بيت المقدس او د اردن سيند په لويديځه غاړه زياتو سيمو کې له فلسطينيانو سره شخړې کړې چې له امله يې ۳ فلسطينيان وژل شوي دي، نوموړي وغوښتل چې د دې پېښې په اړه بايد ژر هراړخيزه پلتڼه تر سره شي.

ګوتريس د يوې بلې اعلاميې په خپرولو سره د هغې پېښې غندنه وکړه چې په همدې ورځ د اردن سيند په لويديځه غاړه کې يو فلسطيني په چړې پر اسرائيلي وګړو بريد وکړ. هغه له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې له هغو خبرو او کړنو څخه بايد ځان ليرې کړي چې ښايي د شخړو د سختوالي سبب وګرځي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای