CRI Online

محمود عباس سمدلاسه له اسرائيلو سره د تماسونو ځنډولو اعلان وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-07-22 17:25:29

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د فلسطين ولسمشر محمود عباس د جولای په ۲۱مه نېټه اعلان وکړ چې فلسطين به سمدلاسه د اسرائيلو حکومت له بېلا بېلو کچو سره تر هغه وخت پورې تماسونه وځنډوي چې اسرائيل د بيت المقدس په زوړ ښار کې د مسلمانانو لپاره مقدسو ځايونو په وړاندې عملونه پای ته ورسوي.

محمود عباس په همدې ورځ ماښام د اردن سيند په لويديځه غاړه د رام الله کې ولسمشرۍ دقتر کې يوه بيړنۍ غونډه تر سره کړه چې د فلسطين د ازادي بخښوونکي سازمان، الفتح او د فلسطين د امنيتي څانګې جګپوړو مامورينو په کې ګډون کړی و. له غونډې وروسته عباس خبري رسنيو ته د فلسطين او د اسرائيلو حکومت تر منځ د تماسونو د ځنډيدولو خبر اعلان وکړ او ويې ويل چې فلسطين له اسرائيلو سره مخالفت کوي چې د تش په نامه د امنيت په پلمه د مقدسو ځايونو ته د ننوتلو په ځای کې د فلزي توکيو د څارنې دروازه جوړه کړې. د اسرائيلو عمل سوله ايز بهير ته زيانونه رسولي چې د فلسطين او اسرائيلو تر منځ سياسي توپيرونه مذهبي اختلافونو سبب کړی. هغه وويل هغه د سعودي عربستان، مصر او اردن په شمول د هېوادونو د مشرانو او د عربي هېوادونو د ټولنې په شمول له نړيوالو سازمانونو سره تماسونه نيولې چې د عربي هېوادونو او نړيوالې ټولنې ملاتړ به تر لاسه کړي.

په همدې ورځ د اسرائيلو د دفاع وزارت وويل د اردن سيند په لويديځه غاړه د يهوديانو په استوګنې سيمه کې په همدې ورځ ماښام د يو فلسطيني لخوا پر اسرائيلي وکړو د بريد پيښه وشوه چې له امله يې دري اسرائيليان وژل او يو تن ټپي شو.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای