د سين هوااژانس د خبر له مخې: د پاکستان پوځ د جولای په ۲۱مه نېټه وويل چې هندي پوځ په همدې ورځ د کشمير په سيمه کې د پاکستان او هند تر منځ کرښې ته نژدې د پاکستان خوا ته ډزې کړې چې له امله يې د پاکستان يو عام کس وژل شوی او ۴تنه نور ټپيان شوي دي. د پاکستان پوځ هندي پوځ ته ځوابي ډزې وکړې چې د هند دري سرتيري يې ووژل، څو تنه يې ټپيان کړل او دري تاڼې يې ويجاړې کړلې.
په اعلاميه کې ويل شوي چې په وروستيو کې د پاکستاني پوځ د ځوابي بريدونو له امله په هندي پوځ کې د سرتيريو د مرګژوبلې او د مالونو تاوانونو حالت سخت دی، خو هندي پوځ هميشه د دواړو هېوادونو تر منځ د اوربند له تړون نه سرغړونه کړې ده. د پاکستان پوځ به په راتلونکې کې د پاکستان د عامو خلکو ساتنې لپاره کوښښ وکړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |