د سين هوااژانس د خبر له مخې: د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس تيليرسون د جولای په ۲۱مه نېټه وويل قطر د ترهګرۍ ضد چارو کې فعاله رويه څرګنده کړې ده او هيله لري چې د سعودي عربستان په شمول څلور هېوادونه پر دغه هېواد لګولي بنديزونه ژر ليري کړي.
تيليرسون په همدې ورځ د عمان د بهرنيو چارو له وزير يوسف الاوي بن عبدالله سره په واشګتن کې په ګډه خبري ناسته کې له خبريلانو سره د ملاقات په وخت کې وويل قطر په فعاله توګه د ترهګرۍ ضد د مبارزو يادښت هڅونه کړې چې دواړو هېوادونو په وروستيو کې لاسليک کړی او په همدې وخت کې يې د سعودي عربستان په شمول له څلورو هېوادونو سره د سلامشورو له لارې د مسئلې د حلولو نظر څرګند کړی دی.
تيليرسون وويل چې پر قطر د څلورو هېوادونو بنديزونه د قطر پر خلکو منفي اغيزې کړې دي او هيله لري چې دغه څلور هېوادونه دغه بنديزونه ختم کړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |