CRI Online

چين د ايران د ذروي مسئلې په هکله د هراړخيز تړون د عملي کيدو ملاتړ کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-07-22 22:06:40

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د ايران د ذروي مسئلې په هکله شپږو هېوادونو (امريکا، بريتانيا، فرانسي، روسيې، چين او المان )او ايران د جولای په ۲۱مه نېټه د اطرايش په پلامينه ويانا کې د ذروي مسئلې په هکله د هراوخيز تړون په اړه د ګډې کميټې اتمه غونډه تر سره کړه. د اروپايي ټولنې د دپلوماتيکو فعاليتونو د ادارې سرمنشي هيلګا سچميد د غونډې مشري وکړه او د امريکا د بهرنيو چارو وزير مرستيال توم شانون، د ايران د بهرنيو چارو وزير مرستيال عباس اراقچي او د روسيې، بريتانيې، فرانسي او المان اړوندو مامورينو او د چين د بهرنيو چارو وزارت د پوځي چارو د ادارې مشر وانګ چون په دې غونډه کې ګډون کړی و.

وانګ چون وويل دغه غونډه د ايران د ذروي مسئلې په هکله د هراړخيز تړون د لاسليکيدو د دويمې کاليزې په وخت کې تر سره کيږي يوه مهمه غونډه ده. چين به په مداومه توګه د دې هراړخيز تړون ملاتړ ته دوام ورکړي. وانګ چون د دې تړون پر اهميت ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې په اوسنيو حالاتو کې بېلا بېلې خواوې بايد پر سياسي نظريو ټينګار وکړي، خپلې دندې عملي کړي او په مساعد ډول توپيرونه حل کړي تر څو په هراړخيزه او اغيزمنه توګه دغه تړون عملي کړي.

امريکايي استازي څرګنده کړه چې په مداومه توګه به د دې هراړخيز تړون په چوکاټ کې خپلې ژمنې پوره کړي. نورو خواوو ټولو بيا تکرار کړه چې دوی به له دغه تړون نه ملاتړ وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای