د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې حکومتي ځواکونو د جولای په ۲۲مه نېټه اعلان وکړ چې د همدې ورځ له ۱۲ بجو څخه دمشق په ختيځ کې په ختيځه ګوټا سيمه کې اوربند پيل کړی.
د سوريې حکومتي ځواکونو د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د اوربند سرغړونکو کړنو ته به ځواب ورکړي. د خبر له مخې، د روسيې د دفاع وزارت په همدې ورځ ويلي و چې د شخړو اړوندو خواوو په ختيځه ګوټا سيمه کې د شخړو د پای ته رسولو په اړه تړون لاسليک کړی دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |