د سين هوااژانس د خبر له مخې: د امريکا کانګرس د جولای په ۲۲مه نېټه وويل د مشرانو او استازيو جرګې به پر روسيې، ايران او شمالي کوريا د بنديزونو لګولو په اړه د لايحې تصويبيدل وهڅوي. که دغه لايحه تصويب شي، امکان شته چې د روانې مياشتې په پای کې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته د لاسليک لپاره وړاندې شي.
په لايحه کې د بنديزونو نه پرته پر روسيې د بنديز په لګولو کې د ولسمشر واکونه محدود شوی. د لايحې له مخې ولسمشر بايد پر روسيې د بنديز د لغوه کولو او بير ته روسيې ته د دپلوماتيکو پانګو د ورکولو په شمول روسيې ته د امريکا د دپلوماتيکو تګلارو د مهم بدلون د اړوندو فعاليتونو په وخت کې کانګرس ته بايد راپورونه وړاندې کړي او کانګرس د ولسمشر د پريکړې ردولو حق لري.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |