د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کندهار ولايت د پوليسو وياند د جولای په ۲۳مه نيټه د دې خبر پخلی کړی چې کابو اويا ملکي وګړي د اورپکو لخوا تښتول شوي او اوه تنه يې ترې وژلي دي.
دا پېښه د کندهار ولايت په شاه والي کوټ ولسوالۍ کې وشوه. د ابتدايي خبر له مخې، شل تنه خوشي شوي او کابو څلوېښت تنه اوس هم ورسره دي. اوه تنه په تېرو دوو ورځو کې وژل شويدي. اوس پوليس د مالوماتو په راغونډولو بوخت دي او د يرغملو د ژغورلو لپاره هڅې کوي.
تر اوسه هېڅ ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې. د افغانستان د بشري حقونو کميسيون د جولای په ۲۳مه نيټه دغه پېښه سخته وغندله. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |