CRI Online

د پاکستان ۴۰ ښوونکي به په چين کې د چيني ژبې روزنه کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-07-24 13:48:25

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،په پاکستان کې د چين سفارت د جولای په ۲۳مه نېټه له ۴۰ پاکستاني ښوونکو سره خدای پاماني وکړه.دوی به په چين کې د نړيوالو ښوونکو لپاره د چيني ژبې د زده کولو په روزنه کې ګډون وکړي.دغه روزنه د چين او پاکستان ترمنځ د کولتوري تبادلې يوه برخه ده چې په پاکستان کې د چين د سفارت،د بېجينګ د ښوونې کميټې او د بېجينګ د نړيوالې ښوونې د تبادلې د مرکز له خوا پر لاره اچول کېږي.

د خبر له مخې، په پاکستان کې د چين سفارت له تېرو ۳ کلونو راهيسې دغه شان روزنيز کورسونه جوړوي چې تر دې دمه د بېلا بېلو سيمو ۱۲۰ ښوونکو په کې ګډون کړی دی.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای