CRI Online

د سوريې مسئلې په باب د چين ځانګړي استازي شي شياو يان له ايران څخه ليدنه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-07-24 16:03:43

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سوريې مسئلې په باب د چين ځانګړي استازي شي شياو يان د جولای له شلمې نېټې څخه تر درويشتمې نېټې پورې له ايران څخه ليدنه وکړه. دا د چين د ځانګړي استازي په توګه له ټاکل کېدو نه وروسته له ايران څخه د ښاغلي شي دوهم سفر و. نوموړي د سفر په ترڅ کې د سوريې د اوسنيو اوضاعو په شمول د سيمه ييزو مهمو مسئلو په باب د ايران له چارواکو سره د نظريو ژورې تبادلې وکړې.

ښاغلي شي شياو يان د جولای په درويشتمه نېټه په ايران کې د چين په سفارت کې يوه خبري ناسته جوړه کړه او د ده د سفر په اړه يې معلومات ورکړل. ده وويل، 

نن ورځ ما په ډېر وياړ د بهرنيو چارو په اړه د ايران د عالي لوړ پوړي مشر له سلاکار علي اکبر ولايتي او د ايران د بهرنيو چارو د منځني ختيځ او شمالي اسيا د رياست له مشر سره وکتل.او ورسره مې د يادو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړې. ايران يو مهم هېواد دی او د سوريې مسئلې په اړه ځانګړې او مهمه اغيزه لري. په تېره بيا په تېرو څو مياشتو کې د اوربند د ساتلو د ترهګرۍ پرضد د مبارزې او د دغې مسئلې د سياسي حلولو په ساحه کې زيار ايستلی دی او باسي يې. چين د ايران کوښښونه ستايي.

نوموړي په دغه ناسته کې يو ځل بيا د چين د حکومت دريځ څرګند کړ چې د سوريې مسئلې په اړه چين هيڅ شخصي ګټې نه لري او چين تل پر دې ټينګار کوي چې له سياسي لارې چارې دغه مسئله حل کړي. د سوريې د حکومت، د مخالفو ډلو او د نړيوالې ټولنې په باب د چين هغه دريځونه او نظرونه هيڅکله نه دي بدل شوي، کوم چې د سوريې حاکميت، خپلواکي او د خاورو بشپړتيا دې وساتل شي. دغه راز، د م م د اړوندو پريکړه ليکونو په چوکاټ کې د سوريايانو تر لارښوونې لاندې دې د سوريې مسئله حل شي او م م بايد د عمده لارې په حيث دمنځګړيتوب رول ولوبوي. د اوربند، سياسي خبرې اترې، بشري مرسته او د ترهګرۍ پرضد مبارزه بايد په ګډه تر سره شي. چين به د ايران په شمول له نړيوالې ټولنې سره يو ځاي د سوريې مسئلې د حلولو لپاره هڅې وکړي. ده وويل،

که څه هم په راتلونکي کې به د سوريې اوضاع په کومه لاره پرمختګ ومومي، چين به تل له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د دغې مسئلې د حلولو لپاره خدمت وکړي. د سوريې په شمول د سيمه ييزو مسئلو په ساحه کې ايران يو مهم او اغيزمن هېواد دی. دغه راز، ايران د چين لپاره يو مهم او ستراتيژیک دوست او ملګری هم دی. موږ غواړو چې تل له ايران سره تګ راتګ ولرو.

د سږ کال په مې مياشت کې په استانا کې د سوريې مسئلې د سوله ييزو خبرو اترو په څلورم پړاو کې روسيې، ترکيې او ايران په سوريه کې د شخړو د کمښت سيمې د جوړولو ياددښت لاسليک کړ او د سوريې په قلمرو کې څلور يادې سيمې جوړې شوې دي. ښاغلي شي په دې نظر دی چې د شخړو د کمښت سيمې جوړول په سمه لاره کې د ګام پورته کولو لپاره يو مثبت تدبير دی او د سوريې د حکومت، د مخالفو ډلو، ايران، اردن، اسرائيلو، امريکا او روسيې په شمول اړوندو خواوو ته د منلو وړ دی. ده وويل، 

هيله لرو چې د شخړو د کمښت سيمې جوړېدل د اوربند د ساتلو، د بېلا بېلو خواوو ترمنځ د سوله ييزو خبرو اترو د پياوړتيا او د دغې مسئلې د حل لارې د پيدا کولو لپاره ګټور وي. باور لرم چې اړوندې خواوې په سمه لاره ګام پورته کړي.

بر سيره پردې، د سوريې د ولسمشر بشار الاساد د پاتي کېدو او ګوښه کېدو د مسئلې د يادونې په وخت کې ښاغلي شي وويل، چې د يو هېواد کورنۍ چارې بايد د دې هېواد د خلکو لخوا حل شي. بهرنۍ خواوې بايد پکې لاسوهنه ونه کړي. ده وويل،

چين تل په دې نظر دی چې د سوريې راتلونکی او برخليک دې يوازې د سوريايانو لخوا وټاکل شي. دوی بايد پخپله پريکړه وکړي چې کوم حکومت، کوم مشراو کوم اساسي قانون ټاکي. بهرنۍ خواوې بايد پکې لاسوهنه ونه کړي. موږ بايد د عراق، ليبيا، يمن او حتی د مصر او تونيس حالاتو ته وګورو او ورڅخه څرګندېږي چې شخړې ساده رامنځته کېږي، خو د شخړو حلول سخت کار دی. بهرنيان بايد پر دې اعتماد ولري چې سوريايان د خپل هېواد د مسئلو د حلولو پوهه لري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای