CRI Online

د ترکيې ولسمشر له قطر څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-07-25 09:20:53

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د جولای په څليرويشتمه نېټه له قطر څخه يوه ورځنۍ ليدنه وکړه او په پر له پسې ډول د څلورو عربي هېوادونو او قطر تر منځ د اړيکو د پرې کولو بحران د جوزښت لپاره کوشش کوي.

د قطر اژانس خبر ورکړ چې اردوګان په همدې ورځ د دغه هېواد له امير سره د سيمه ييزو او نړيوالو حالاتو، په تيره بيا د ياد بحران د حل و فصل په اړه د نظريو تبادلې وکړې. برسيره پر دې، دواړو خواوو ترهګرو ته د مرسته کولو د مخنيوي او د دفاع، تجارت او پانګونې په ساحو کې د دواړو خواوو تر منځ د همکارۍ د پياوړتيا په اړه هم خبرې اترې وکړې.

اردوګان له قطر څخه سعودي عربستان ته د خوځېدو په وخت کې وويل، ترکيه د دې ملاتړ کوي چې د څلورو عربي هېوادونو او قطر تر منځ د اړيکو د پرې کولو بحران دې سمدلاسه حل شي. هغه په دې بحران کې د قطر د سړې سينې او دريځ ستاينه وکړه او و يې ويل، قطر د خبرو اترو له لارې د بحران د حل و فصل لپاره صادقانه کوښښونه کړي دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای