د سوريې خبري رسنيو د جولای په څليرويشتمه نېټه وويل،په سوريه کې د امريکا په مشرۍ د نړيوال اتحاد لخوا په هوايي بريد کې لسګونه عام وګړي وژل شوي.
سوريې د شام FM د خبر له مخې، نړيوال اتحاد په همدې ورځ د سوريې په شمال د الرقه ښار په مرکز د داعش تر کنټرول لاندې پر يوه زندان هوايي بريد وکړ چې له امله يې په دې زندان کې لږ تر لږه دېرش بندي شوي عام وګړي وژل شوي.
د سوريې اژانس د بل خبر له مخې، نړيوال اتحاد په همدې ورځ په دير يزور ولايت کې د داعش پر موخو بريد وکړ چې له امله يې لسګونه وګړي وژل شوي دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |