CRI Online

د BRICS هېوادونو د کارګرو ټولنې فورم په بېجينګ کې پرانستل شو

cri     (GMT+08:00) 2017-07-25 09:30:57

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د BRICS هېوادونو د کارګرو ټولنې فورم د جولای په څليرويشتمه نېټه په بېجينګ کې پرانستل شو. دوامدار پرمختګ او د کارګرو ټولنې رول د دې فورم موضوع ده. د برازيل، روسيې، هند، چين او جنوبي افريقا په ګډون د څوارلسو هېوادونو د کارګرو ټولنو مشرانو په دې فورم کې ګډون کړی دی. دوی به په دې دوه ورځني فورم کې د دوامدار پرمختګ، د کارګرو نړۍ پر مخ د فرصتونو او ننګونو، د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ اجنډا، د کارګرو ټولنې تاريخي دندې او د BRICS هېوادونو د کارګرو تر منځ د تګ راتګ او همکارۍ د پياوړتيا په باب د نظريو ژورې تبادلې وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای