CRI Online

ګوټرس د کابل چاودنې بريد غندنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-07-25 10:07:22

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوټرس د جولای په څليرويشتمه نېټه د خپل وياند له لارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د کابل بريد سخته غندنه وکړه.

ګوټرس په دې اعلاميه کې د مړو له خپلوانو سره د زړه له کومې نه خواخوږي او د ټپيانو د ژر تر ژره شفا او روغتيا هيله يې څرګنده کړه. هغه پر دې يو ځل بيا ټينګار وکړ چې م م د افغانانو او افغان حکومت تر څنګ ولاړ دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د جولای په څليرويشتمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، په همدې ورځ په کابل کې ځانمرګی بريد وشو چې له امله يې څليرويشت تنه مړه شوي او دوه څلوېښت تنه ټپيان شوي دي، ټول مړه يا ټپيان شوي عام وګړي وو. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای