د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيلو د صدراعظم دفتر د جولای د پنځه ويشتمې نېټې په سهار وختي د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د اسرائيلو امنيتي کابينې د مسجد الاقصی ته د ننوتلو په خوله کې د فلز موندونکې دروازې د لېرې کولو پرېکړه وکړه او پر ځای به يې د امنيت ساتلو ديجيتالي سيستم نصب کړي.
د بيت المقدس پوست ورځپاڼې د خبر له مخې، دغه نوي سيستم له کمرو او انساني څېرې د پېژندنې سيستم څخه جوړېږي. د خبر له مخې، د فلز موندونکې دروازې د لېرې کولو کار د پنځه ويشتمې نېټې په سهار وختي پيل شو. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |