CRI Online

پاکستان کې په ځانمرګي بريد کې۲۶ تنه مړه شول

cri     (GMT+08:00) 2017-07-25 14:12:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د پنجاب ايالت د روغتيا څانګې مشر خواجه سلمان رفيق د جولای په ۲۴مه نېټه وويل، چې د همدې ورځې په ماښام په لاهور کې يو ځانمرګي بريد کې د ۹ تنو پوليسو په شمول ۲۶ کسان مړه شوي او ۴۹ تنه نور ټپيان شوي دي.

رفيق رسنيو ته وويل، د ځايي روغتون لخوا تائيد شوې چې لږ تر لږه ۱۵ تنه سخت ټپيان دي او ښايي د مړينې شمېر زيات شي.

پاکستاني رسنيو وويل چې پر ځايي وخت د ماښام په ۴ بجو يو بريدګر په موټر سايکل پر پوليسو بريد وکړ. په هغه وخت کې نوموړو پوليسو د يوې هغې کاري ډلې لپاره امنيتي خدمت برابراوه چې غيرقانوني ودانۍ له منځه وړي.

ځايي پوليسو وروسته تائيده کړه چې دا پر پوليسو يو ځانمرګی بريد و.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای