د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په چين کې د عراق لوی سفارت د جولای په څليرويشتمه نېټه په بېجينګ کې د موصول د آزادولو مېلمستيا تر سره کړه. په چين کې د عراق لوی سفير احمد بيروري، د چين او عرب د همکارۍ فورم په باب د چين د بهرنيو چارو د وزارت استازي لي چنګ ون په دې مېلمستيا کې ګډون وکړ.
بيروري په خپله وينا کې وويل، د عراق وګړو د نړيوالې ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ستر خدمتونه برابر کړي، د داعش په ګډون له افراطي سازمانونو سره په مبارزه کې، د چين په ګډون هېوادونو له عراق څخه ستر ملاتړ کړی دی چې له دې څخه له ترهګرو سره د مبارزې لپاره د دغو هېوادونو ټينګ هوډ څرګندېږي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |