د سين هوا اژانس د خبر له مخې،نړيوال سوداګريز سازمان د جولای په ۲۴مه نېټه د يو راپور په خپرولو سره وويل چې د تېر کال د اکتوبر له دوهمې لسيزې څخه د روان کال د مې تر دوهمې لسيزې پورې د ياد سازمان غړو د سوداګرۍ بنديز لګولو په اړه ۷۴ تدبيرونه نيولي دي چې په منځنۍ توګه په هره مياشت کې ۱۱ تدبيرونه نيول شوي دي چې دغه شمېر په ۲۰۰۸ کال کې له پولي بحران راهيسې تر ټولو ټيټ دی.
په يادو تدبيرونو کې د ګمرکي مالياتو د زياتوالي ،د ګمرکاتو ادارې د پياړوتيا او د شمېرو د محدوديت په اړه محتويات شته.
د ياد سازمان عمومي مدير روبرټ ازويدو وويل چې له ياد راپور څخه څرګندېږي چې د نړيوال سوداګريز سازمان غړو د ګردې نړۍ د سوداګريز چاپيريال د ښه والي لپاره کوښښ کړی دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |