د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې مسئلې په باب د چين د حکومت ځانګړي استازي سې سياو يان د جولای په ۲۴مه نېټه وويل، چې په سوريه کې حالات په مهم پړاويز بدلون کې دي، بېلا بېلې خواوې بايد ښه فرصت تر لاسه او ګټوره پرمختيا وکاروي، د خبرو اترو او ډيالوګ له لارې ګډې نظريې راغونډې کړي چې د سوريې مسئلې د سياسي حل لپاره ټينګه بنأ برابره کړي.
استازي سې سياو يان، چې له ترکيې يې ليدنه کوله، په همدې ورځ کې په انقره کې د رسنيو په ناسته کې وويل، په دې وروستيو کې د سوريې مسئلې په اړه د يو څو بهرنيو هېوادونو دريځونه بدل شوي، هيله ده چې د هغوي قول او فعل د سوريې مسئلې د سياسي حل لپاره ګټور شي او بېلا بېلې خواوې سره د خبرو مېز ته کيني. هغه وويل چې موږ له دې سره موافقه نه لرو چې يوه ډله وځپو او د بلې ډلې ملاتړ وکړو.
د سې سياو يان په اند، دا يو ګټور تدبير دی او چين د دې هرکلی کوي چې د سوريې مسئلې په اړه د استانه سوله ييزو خبرو په بهير کې د شخړې د کمولو او ارامولو سيمې د آبادولو په اړه ګډې نظريې تر لاسه شوې دي. تر اوسه پورې د شخړې کمولو او ارامولو سيمې په باب موافقه لا هم د ډېرو تفصيلاتو پرېکړو ته اړتيا لري. هيله ده چې اړوندې خواوې ژر تر ژره سلامشوره وکړي تر څو د شخړې د کمولو او ارامولو سيمه وټاکل شي.
هغه په عين وخت کې څرګنده کړه چې ياده سيمه يوازې لنډمهاله او پړاويزه ده، عمده هدف يې د اوربند حالت د دوامداره ساتلو لپاره ګټور دی او د سياسي حل بهير ته وده ورکول دي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |