CRI Online

د اسيا د پولي چارو د همکاريزې ټولنې د جوړېدو مراسم په بېجينګ کې ترسره شول

cri     (GMT+08:00) 2017-07-25 16:20:01

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جولای په ۲۴مه نيټه د اسيا د پولي چارو د همکاريزې ټولنې د جوړېدو مراسم په بېجينګ کې ترسره شول. تر اوسه پورې دغې ټولنې د پنځو لويو وچو اوه ويشت هېوادونه جلب کړي . د يو سيمه ييز غيرحکومتي سازمان په توګه، دغه ټولنه به د اسيا د پولي چارو د ادارو او ارګانونو ترمنځ د تبادلې او همکارۍ ډګر د جوړولو لپاره هڅې وکړي.

د چين مرستيال صدراعظم ما کای په يادو مراسمو کې وويل، د اسيا د پولي چارو د همکاريزې ټولنې جوړول د ۲۰۱۵ کال د بو او فورم په کلنۍ غونډه کې د رئيس شي جين پينګ د وړانديز د تطبيق په اړه يو ريښتنی برياليتوب دی. دغه ټولنه د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې له بانک وروسته، د چين لخوا وړاندې شوی بل سيمه ييز سازمان هم دی چې ستر اهميت لري.

د اسيا د پولي چارو د همکاريزې ټولنې د لومړۍ دورې مشر او د چين د مرکزي بانک مشر تيان ګوه لي وويل، دغه ټولنه د اسيا د پولي بحران د تجربو پر بنسټ جوړه شوېده.

((اسيا لويه وچه په تاريخ کې له څو سختو پولي بحرانونو سره مخ ده، له موږ څخه پوښتنې کېږي چې ايا اسيايي هېوادونه له دغه شان پولي بحران سره مقابله کولای شي او زيانونه يې کمولای شي؟ نو د اسيا پولي ارګانونه او بانکي شخصيتونه هيله لري چې د تبادلې يو سازمان جوړ کړي چې د پولي چارو په برخه کې خپلمنځي تبادلې پياوړې کړي. دا د سيمه ييزو پولي ادارو له غوښتنې سره هم سمون لري.))

له پخوانيو تجربو نه پرته، دغه ټولنه له اوسنۍ اړتيا سره هم سمون خوري. اوس اسيا د نړيوال اقتصاد د پرمختګ مهم حياتي ځواک ګرځېدلی ، خو لا هم له ځينو ستونزو سره مخ ده. د بېلګې په توګه، اسيايي هېوادونه زياتره پرمختيايي هېوادونه او نوي بازارونه دي، د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ لپاره يې د پيسو اړتياوې زياتې دي او پانګو ته دوامداره اړتيا لري. د اسيا بانک د اټکل له مخې، په راتلونکو اتو يا لسو کلونو کې به هر کال د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د جوړونې په برخه کې د اړتيا وړ پانګې ۷۳۰ مليارډو امريکايي ډالرو ته ورسېږي. د اسيا انکشافي بانک او نړيوال بانک چې په نړۍ کې تر ټولو لوی پولي ارګانونه دي، هر کال د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو په جوړونه کې عمومي پانګې يې دېرش مليارډه ډالره دي.

د جنوبي کوريا د بانکي چارو ټولنې رئيس هه يونګ کو په دغو مراسمو کې د اسيا د پولي چارو د همکاريزې ټولنې د شورا وړانديز ولوست او د دې ټولنې عمده کارونه يې بيان کړل. ده وويل

((موږ وړانديز کوو چې د دې ټولنې له لارې د تماس نيولو ميکانيزم او د سيمه ييزو پولي مالوماتو د شريکولو لپاره ډګر جوړ شي. په راتلونکي کې به د سيمه ييزو پولي چارو جګپوړی فورم ترسره شي، د سيمه ييزو پولي چارو د پرمختګ راپور څېړنه به وشي، د سيمه ييزو پولي چارو په هکله د کارپوهانو ډله به جوړه شي او د سيمه ييزو پولي نظريو د تبادلې ډګر به بشپړ شي.))

دغه ټولنه په عمده توګه د اسيايي هېوادونو او پولي ارګانونو او اړوندو کارپوهانو لخوا جوړېږي، او يو سيمه ييز غيرحکومتي او غير سوداګريز سازمان دی، د دې ټولنې سرمنشي يانګ ځای پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د دې ټولنې موخه تبادله، همکاري او شريک کول دي. ده وويل

((دغه ټولنه به د سيمه ييزو پولي ارګانونو ترمنځ د تبادلې او همکاريو لپاره يو ډګر جوړ کړي، د سيمه ييزو پولي سرچينو راغونډونه به پياوړې کړي، سيمه ييز پولي ارګانونه به وهڅوي چې په ګډه د سيمه ييزو پولي چارو ثبات وساتي، د لويې پيمانې له سيمه ييزې ناارامتيا څخه ډډه وکړي او د متعدي اقتصاد د پرمختګ لپاره قوي ملاتړ برابر کړي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای