CRI Online

د سعودي عربستان په شمول څلورو هېوادونو له قطرسره اړيکي لرونکو

cri     (GMT+08:00) 2017-07-25 20:25:30

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د سعودي عربستان، مصر، عربي متحده اماراتو اتحاد او بحرين د جولای په ۲۵مه نېټه په يوه اعلاميه کې د ترهګرو د هغه لست پراخوالي اعلان وکړ چې له قطر سره اړيکې لري او مخکې يې خپور کړ چې نور ۹ شخصيتونه او نهه څانګې کې زياتې شوی.

په دغو زيات شويو نهو شخصيتونو کې ۳ قطريان، دري يمنيان، دوه ليبيايان او يو کويټی دی او په نهو زيات شويو څانګو کې دري په يمن کې او شپږ په ليبيا کې دي چې د القاعدی سازمان او د سوريې له ترهګريزو سازمانونو سره اړيکې لري. دغو څلورو هېوادونو په اعلاميه کې ويلي چې دوی به په مداومه توګه له ترهګرۍ او تندلارۍ سره مبارزه وکړي او ترهګريزو ډلو ته د پيسو ورکولو سرچينې به پري کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای