د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې،له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د جلا کېدو په هکله د اروپايي پارلمان تياري ګروپ د جولای په ۲۵مه نيټه د بريتانيا له استازي ميشل بارنير سره ملاقات وکړ او د خپلمنځي دوهمې دورې خبرو اترو په اړه يې يوه اعلاميه خپره کړه. په دې اعلاميه کې دې ته اشاره شوې چې په دې ليدنه کې د اروپايي ټولنې د اتباعو د حقونو ساتل مرکزي موضوع وه.
د اروپايي پارلمان په دې اعلاميه کې ويلي، دواړه خواوې بايد له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د جلا کېدو د جزيياتو په هکله اړوند کارونه ترسره کړي. اوس دواړو خواوو د اتباعو حقونو، له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د لګښت او د شمالي ايرلنډ د پولې ترتيب د موضوغاتو په اړه موافقې تر لاسه کړې چې په راتلونکی کې د دواړو خواوو ترمنځ د نوي ډول اړيکو د خبرو اترو لپاره يې بنسټ ايښی دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |