CRI Online

د م م د امنيت شورا د فلسطين مسئلې په هکله يوه علني غونډه تر سره کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-07-26 15:40:28

د م م د امنيت شورا د روانې مياشتې په ٢٥مه نېټه د فلسطين مسئلې په هکله يوه علنۍ غونډه تر سره کړه او برخه والو له فلسطين او اسرائيلو څخه غوښتنه وکړه چې سړه سينه او زغم وساتي تر څو د سولې د خبرو اترو لور ته بېرته راشي.په م م کې د چين دايمي استازي ليو جي ايي د دې غونډې مشري وکړه.

په همدې ورځ په ياده غونډه کې د منځني ختيځ د سوله ييز بهير په هکله د م م ځانګړی همغږی کوونکي نيکولا ملادينوف تر هر څه لومړی برخه والو ته د فلسطين په تېره بيا د بيت المقدس په هکله وروستی حالت په هکله معلومات وړاندی کړل. هغه وويل (اواز..........) په دې وروستيو ورځو کې په دغه سيمه کې شخړې او زورزياتي پېښې زياتې شوې دي. د بيت المقدس په زړه ښاري سيمه کې رامنځته شوې پېښې پر منځني ختيځ منفي اغيزه کړې ده.

هغه پر دې ټينګار وکړ چې اوس مهال اړوندې خواوې بايد لمسوونکی عملونه ونه کړي او سړه سينه او زغم دې وساتي تر څو د اوسني بحران د ليرې کولو لپاره هڅه وکړي.هغه په خپله وينا کې د اسرائيلو هغه کړنه وستايله چې پرېکړه يې کړې ده چې د بيت المقدس مسجد الاقصی ته د ننوتلو په خوله کې فلزي موندونکې دروازه ليری کړې ده.هغه زياته کړه چې فلسطين او اسرائيلو په تېرو لسګونو کلونو کې د دواړو خواوو ترمنځ د سولې لپاره هلې ځلې کړې او کوي يې.د بيت المقدس د مقام مسئله بايد د فلسطين او اسرائيلو له خوا د خبرو اترو له لارې حل شي.اسرائيل مسؤليت لري چې د بشري حقونو له نړيوال قانون او د بشردوستۍ له قانون سره سم خپله دنده پر غاړه واخلي.دغه راز دوی بايد خپل زغم وساتي تر څو د مرګ او ژوبلې مخنيوی وکړي.د دې ترڅنګ د فلسطين مشران مسئوليت لري چې د لمسوونکو خبرو د له خپرولو څخه ډډه کړي او د اوسني حالت د خرابوالي مخنيوی وکړي او په دې وروستيو ورځو کې د ځينو ډلو له خوا د زورزياتي پېښو پر لمسوونکو کړنو نيوکې وکړي.هغه له فلسطين او اسرائيلو څخه جدي غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره د سولې د خبرو اترو لوري ته بېرته راشي.هغه وويل(اواز.........) د اوسني بحران د شتون له امله رښتينی دندو ته پاملرنه نه شو کولی يعنې څنګه سياسي بهير اعاده کړو تر څو د اسرائيليانو او فلسطينيانو حقه ملي هيله پوره شي.د دې بحران د حل وفصل لارې چارې بايد د م م د اړوندو پرېکړه ليکونو پر بنسټ د فلسطين اواسرائيلو له خوا په خبرو اترو کې ولټول شي چې په پايله کې به دوه هېوادونه په سوله کې ګډ ژوند وکړي.

نوموړي په خپله وينا کې دې ته اشاره وکړه چې په جولای مياشت کې اسرائيلو اعلان کړی و چې په ختيځ بيت المقدس کې به ٢٣٠٠ کورونه جوړ کړي چې دغه شمېر د تېر کال په پرتله په سلو کې دېرش زيات شوی دی.د اسرائيلو دغه عملونه چې په مسلسلو څو کلونو کې يې په نيول شوې فلسطيني خاروه کې نوي استوګنځايونه جوړ کړي ،له فلسطين سره د نښتو د شدت او د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د سوله ييز بهير د پرمخبيولو لپاره د نړيوالې ټولنې د هڅو او کوښښونو د مخنيوي سبب شوی دی.خو په عين وخت کې هغه د شخړو د سختوالي نه مخکې د دواړو خواوو مثبتې هڅې او کړنې هم وستايلې.د بېلګې په توګه فلسطين او اسرائيلو د اړوندو خواوو تر منځګړيتوب لاندې د برېښنا او اوبو برابرولو په هکله تړون لاسليک کړی چې دا تاريخي اهميت لري او له دې امله به د فلسطينيانو د ژوند چاپيريال ښه شي.خو اوسنۍ شخړې ښايي همداسې لاسته راوړنو ته زيانونه ورسوي.

په م م کې د فلسطين دايمي کتونکي او د اسرائيلو دايمي استازي په دې غونډه کې ګډون وکړ او ويناوې يې وکړې.د فلسطين کتونکي له دې څخه خوښي څرګنده کړه چې چين د م م د امنيت شورا د نوبتي رئيس په توګه ياده غونډه تر سره کړه.په م م کې د چين دايمي استازي ليو جي ايي په خپله وينا کې وويل چې نړيواله ټولنه بايد د منځني ختيځ او نړۍ د سولې ساتلو له لحاظه په سياسي لارو چارو د فلسطين مسئلې د حل وفصل لپاره ګډې هڅې وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای