د چين خبري اژانس د خبر له مخې، د چين خارجه وزير وانګ يي او د فليپين جارجه وزير کايتانو د جولای په ۲۵مه نېټه په مانيلا کې له خبريالانو سره د مرکې په مهال، له جنوبي سمندر څخه د چين او فليپين د ګډو استعمالولو په اړه ځواب ورکړ.
کايتانو وويل چې د فليپين او چين ترمنځ د روابطو د پرمختګ لپاره، دواړه خواوې بايد سوله ييز او ثابت حالت وساتي، ښه چاپيريال بايد جوړ کړي او هڅه دې وکړي چې طبيعي سرچينې په ګډه توګه استعمال کړي تر څو د دواړو هېوادونو خلک ورڅخه ګټه واخلي.
وانګ يي وويل چې زه د کايتانو له نطر سره موافقه لرم. ګډ استعمالول چې د دواړو هېوادونو پر قانوني سيستم اغېزه او ورسره اړيکې نه لري، د دوه اړخيزې سلامشورې له لارې جوړ شوی يو پلان دی چې دواړه هېوادونو ته د منلو وړ وي. د چين او فليپين ترمنځ روابط په پرله پسې او ښه ډول پرمخ ځي، دواړه خواوې بايد ژر تر ژره پرېکړه وکړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |