CRI Online

د چين او روسيې پوځونو ترمنځ همکاري د پوره او هراړخيز کېدو په لور روانه ده

cri     (GMT+08:00) 2017-07-26 14:57:27

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، سږ کال د چين د ازادي بخښونکي اردو د جوړېدو له نويمې کاليزې سره برابر دی. له نوي کلونو راهيسې، چيني پوځ د امنيت په برخه کې په دوامداره توګه د نورو هېوادونو له پوځونو سره همکارۍ کړې او په هراړخيزه توګه يې بهرنۍ نظامي اړيکې ټينګې کړې دي. په دې جمله کې د چين او روسيې پوځونو د پراخې ساحې، لوړه سويه او ميکانيزم لرونکې همکاريز بنسټ رامنځته کړی.

په دې وروستيو کلونو کې چين له روسيې سره څو پوځي تمرينونه ترسره کړي او نظامي تبادلې يې ترمنځ په دوامداره توګه ژورې شوې دي. د چين او روسيې د پوځونو ترمنځ اړيکې د دواړو هېوادونو د ستراتيژيکو اړيکو مهمه برخه ده. د دواړو هېوادونو د مشرانو تر لارښوونې لاندې، د دواړو هېوادونو د پوځونو لوړپوړی تګ راتګ او متقابل باور پياوړی شوی، په مسلکي برخو کې همکاري يې لا نوره اغېرمنه او ګټوره شوې ده. د دواړو پوځونو ترمنځ اړيکې د نورې پراخې او ژورتيا په لوري روانې دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای