د سين هوا اژانس د خبر له مخې،په سوريه کې د شخړو ښکيلو خواوو د همغږۍ په اړه د روسيې دفتر د جولای په ۲۵مه نېټه وويل چې د ژوند لومړني مرستندويه توکي ( ۱۰ ټنه درمل او خوراکي توکي) په همدې ورځ د دمشق ختيځ کې ګوتا سيمې ته ورسيدل.
د روسيې د دفاع وزارت په منځګړيتوب د روانې مياشتې په ۲۲مه نېټه د سوريې د شخړو بېلا بېلو خواوو ترمنځ د دمشق په ختيځ ګوتا سيمه کې د شخړو د کمولو په موخه د جوړ شوي پلان د پلې کېدو په اړه موافقه ليک لاسليک کړ.
د سوريې پوځ په همدې ورځ ۱۲ بجې په ګوتا کې د اوربند اعلان وکړ.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |