د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا کانګرس د جولای په ۲۵ مه نېټه په رايګيرۍ سره يو پرېکړه ليک تصويب کړ چې پر روسيې، ايران او شمالي کوريا باندې يې بنديزونه ولګول.
د امريکا کانګرس په همدې ورځ کې په ۴۱۹ مثبتو او ۳ مخالفو رايو سره د دغه پرېکړه ليک تصويب کړ. د دې پرېکړه ليک له مخې امريکا ۲۰۱۶ کال کې د دغه هېواد په ولسمشريزو ټاکنو کې او د اوکراين په مسئلې کې د لاسوهنې په پلمه د روسيې پر اړوندو شخصي او اقتصادي ارګانونو باندې بنديزونه لګولي دي. د امريکا کانګرس د بالستيکو توغنديو پلان له امله پر ايران او شمالي کوريا باندې هم بنديزونه ولګول.
برسېره پر دې، په دې پرېکړه ليک کې پر روسيې باندې د بنديز د لېرې کولو په اړه د ولسمشر ټرمپ پر واک هم محدود شوی دی.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |