د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې د ولسمشر يمانويل مکرون په بلنه د جولای په ۲۵مه نيټه د ليبيا د ملي يووالي حکومت لومړي وزير فايض السراج او د غيرمذهبي غوښتونکو مشر خليفه خافتر په پاريس کې له مکرون او د ليبيا مسئلې په اړه د م م د سرمنشي له ځانګړي استازي خسان راغسان سلامه سره خبرې اترې وکړې.
تر خبرو اترو وروسته، دوی يوه اعلاميه خپره کړه چې السراج او خافتر پکې ژمنه کړې ده چې د ليبيا د سياسي تړون له مخې به اوربند ترسره کړي، ژر تر ژره به د ولسمشرۍ ټولټاکنې ترسره کړي چې يو سوله ييز، ډيموکراتيک او پر قانوني ادارې ولاړ جوړ کړي. دوی پرې موافقې ته رسيدلې چې بايد د ملي روغې جوړې په وسيله د ليبيا بحران حل او پای ته ورسوي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |