CRI Online

په هند کې سختو سيلاوونو څه باندې ۱۰۰ تنه وژلي دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-07-27 09:05:31

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، يو ځايي حکومتي چارواکي د جولای په ۲۶مه نيټه خبر ورکړ چې په دې وروستيو ورځو کې د هند په ګوجرات ايالت کې سخت سيلاوونه رامنځته شوي چې له امله يې له تېرو ۴۸ ساعتونو راهيسې ۳۳ تنه مړه شوي دي. دغه راز په روان کال کې دغه ايالت کې د سيلاوونو له امله ۱۲۷ تنه مړه شوي دي.

د خبر له مخې، د ياد ايالت په شمال کې د ۳ مسلسلو ورځو لپاره سخت بارانونه اورېدلي چې د اوبو سطحه ډېره جګه شوې او څو لکه تنه يې ځپلي دي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای