د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د جولای په ۲۶مه نيټه څرګنده کړه: هغه دوه پاکستاني ديپلوماتان چې په تېره مياشت کې په افغانستان کې ورک شوي وو، اوس په امن سره ژغورل شوي او ژر به بېرته پاکستان ته راستانه شي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزرات په همدې شپه يوه اعلاميه خپره کړه او و يې ويل چې افغان ولسمشر محمد اشراف غني په همدې ورځ د پاکستاني سفارت ديپلوماتانو ته زنګ وواهه او د عملياتو په ترڅ کې د يادو دوو پاکستاني ديپلوماتانو د ژغورلو په اړه يې معلومات ورکړل.
د يادې اعلاميې له مخې، د افغانستان خارجه وزارت په همدې شپه دغه دوه ديپلوماتان پاکستاني سفارت ته سپارلي چې دوی به ډېر ژر بېرته پاکستان ته راستانه شي.
په دغه اعلاميه کې د يادو دوو ديپلوماتانو د ورکېدو لامل او تښتونکو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |