CRI Online

امريکا د وينزويلا پر ديارلسو اوسنيو او پخوانيو چارواکو اقتصادي بنديزونه ولګول

cri     (GMT+08:00) 2017-07-27 09:53:00

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ماليې وزارت د جولای په شپږويشتمه نېټه اعلان وکړ چې دغه هېواد به د وينزويلا پر ديارلسو اوسنيو او پخوانيو چارواکو اقتصادي بنديزونه ولګوي او د وينزويلا حکومت يې تهديد کړ چې ښايي پر دغه هېواد بنديزونه لا زيات کړي.

د امريکا د ماليې وزارت د اعلاميې له مخې، امريکا د اساسي قانون کمېټې د ټاکنې کار د پرمخبيولو له امله د وينزويلا د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د رئيس تيبيسي لوسنا په شمول په څلورو چارواکو بنديزونه ولګول او د نورو لاملونو په تور يې د وينزويلا د کورنيو چارو د وزير بيستو ريويرول په ګډون پر نهو اوسنيو او پخوانيو چارواکو هم بنديزونه ولګول.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په اوولسمه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي و، چې که د وينزويلا حکومت د جولای په دېرشمه نېټه د اساسي قانون کمېټې ټاکنې تر سره کړي، امريکا به پر دغه هېواد سمدستي او ځواکمن اقتصادي بنديزونه ولګوي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای