CRI Online

د روسيې سياسي شخصيتونو پر دغه هېواد د امريکا د بنديز لګولو پر پرېکړه ليک سخته ناخوښي څرګنده کړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-07-27 10:21:47

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ملي کانګرس د جولای په ۲۵مه نيټه پر روسيې، ايران او شمالي کوريا د بنديز لګولو پرېکړه ليک تصويب کړ چې د روسيې د سختې ناخوښۍ سبب شوی دی. د روسيې شخصيتونه غواړي چې امريکا ته مناسب ځوابونه ورکړي.

د روسيې په سنا مجلس کې د نړيوالو چارو کمېټې مشر ښاغلي کونستنتين کوساچيف د جولای په ۲۶مه نيټه څرګنده کړه: روسيه بايد د امريکاد غم خوړولو لپاره چمتوالی ونيسي او د ياد پرېکړه ليک د تصويبېدو، په امريکا کې د روسي ديپلوماتي شتمنيو د کنګل کېدو او د روسي ديپلوماتانو د شړلو په شمول يو لړ کړنو ته ضربت ورکړي.

د روسيې په دوما کې د نړيوالو چارو کمېټې مشر ښاغلي ليونيد سلوتسکي وويل: که ولسمشر ترمپ پر ياد پرېکړه ليک امضا وکړي، نو دغه پرېکړه ليک به له ۲۰۱۴ کال راهيسې پر روسيې د امريکا تر ټولو لويه پيمانه لرونکی پرېکړه ليک وګرځي چې نه يوازې پر روسيې به منفي اغېزه وکړي، بلکې هغو اروپايي تصديو ته به هم زيانونه ورسوي چې له روسيې سره د انرژۍ همکارۍ کوي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای