د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په عراق کې د چين لوی سفير چن وې چينګ او د عراق د کورنيو چارو وزير قاسيم الارجي د جولای په ۲۶ مه نېټه په بغداد کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاريو تفاهمليک لاسليک کړ. د دې تفاهمليک له مخې چين به عراق ته د بشر دوستۍ مرسته ور کړي.
لوی سفير چن وې چينګ د لاسليک په مراسمو کې څرګنده کړه چې، چين عراقيانو ته مبارکي وړاندی کوي چې د تروريستانو پرضد جنګ کې يې لوی بريالتوب تر لاسه کړی. د چين حکومت تل عراقيانو ته د رسېدلو جنګي غمونو له منځه وړلو څخه ملاتړ کوي او د چيني تصديو هڅونه به وکړي چې د عراق په بيا رغونې کې ګډون وکړي.
قاسيم الارجي وويل چې، عراق او چين له ډېرو کالونو راهيسې د همکارۍ ښې اړيکې ساتلې دي. عراق د چين حکومت او خلکو څخه مننه کوي چې د تروريزم پرضد جنګ کې يې له عراقيانو سره مرسته وکړه. هغه هيله لري چې دواړه هېوادونه د تروريزم پرضد او اقتصادي برخه کې همکاري لا زياته کړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |