د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مصر پوځ د جولای په شپږويشتمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، مصر د څلورم ځل لپاره له فرانسې څخه د Rafale Fighter په نوم دوه پوځي الوتکې واخيستې، دغه ډول پوځي الوتکې عصري تخنيک او وتلی پوځي سيستم لري، د مصر پوځ جنګي توان به د دغه ډول الوتکو د کارولو په رڼا کې ډېر لوړ شي.
د منځني ختيځ اژانس خبر ورکړ چې مصر او فرانسې د ۲۰۱۵م کال په فبرورۍ کې قرارداد لاسليک کړ چې له مخې يې مصر د پنځه مليارډو او شپږ سوه مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت له فرانسې څخه څليرويشت د Rafale Fighter په نوم پوځي الوتکې او يوه پوځي بيړۍ واخيستل. په دې وروستيو کلونو کې، د مصر په شاوخوا سيمه کې پراته سوريه، ليبيا او يمن په ګډون هېوادونه په وار سره په شخړو کې ډوب شوي، د مصر په دننه کې له ترهګرو سره د مبارزې فشار هم ډېر شوی دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |